ضیا ودان او د هغه دوه همکاران نن په کابل کې د یو ماین له کبله په شهادت ورسیدل.

ضیا ودان او د هغه دوه همکاران نن په کابل کې د یو ماین له کبله په شهادت ورسیدل.


  • 3 کاله دمخه (10/01/2021)
  • کامران احمدزی
  • 1034

کابل ښار کې چاودنې د عامه ساتنې د تصدۍ ویاند په  ګډون درې تنه په شهادت رسیدلي.

د کورنیو چارو وزارت وایي، نن سهار  ۸:۳۰ دقیقې د کابل ښار د رحمان بابا مېنې د کارت نو په لومړي سړک د شوې چاودنې له امله، د عامه ساتنې ملي تصدۍ ویاند ضیا ودان او د نوموړي دوه نور همکاران په شهادت رسیدلي.

یاده پېښه د ضیا ودان پر موټر د نښلول شوي ماین له کبله رامنځته شوې ده. لاهم ددغې پېښې مسؤلیت چا نه د  منلی، خو د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین دا ډول کارونه د طالبانو کار بولي.

کورنیو چارو وزارت تر دې وړاندې هم ویلي وه، چې طالبان ددغه ډول بریدونو په کولو سره غواړي ځان د مذاکراتو په میز کې لاسبری وښیي.