د پاکستان د ملي امنیت د سلاکار مؤید یوسف په ګډون به لوړ پوړی پاکستانی پلاوی ډېر ژر کابل ته راشي.
تېره شپه د پاکستان په پارلمان کې پرېکړه شوې، چې له طالبانو سره به د خبرو لپاره د مؤید یوسف په ګډون یو لوړ پوړی پلاوی ژر کابل ته لاړ شي.
واک ته د طالبانو له رسېدو؛ دا څویم ځل دی، چې لوړی پاکستانی پلاوی کابل ته راځي.
د یاد سفر خبر په داسې حال کې ورکول کېږي، چې تازه د دواړو لوریو ترمنځ په ټیټه کچه د ډېورنډ فرضي کرښې په سر ناندرۍ هم پیل شوي.