سمسور نیوز (۲۱لېندۍ۱۴۰۱) تېره شپه د استخباراتو ځواکونو د ننګرهار ولایت د جلال آباد ښار په څلورمه ناحيه کې د داعش ډلې پر يوه پټنځي عمليات ترسره کړي دي.
د ولایتي ادارې د خبر پاڼې له مخې، د دغو عملياتو په پايله کې د داعش ډلې درې تنه وسله وال وژل شوي دي.
خبر پاڼه کې راغلي، په عملياتو کې ملکي وګړو او ځواکونو ته زيان نه دی اوښتی؛ خو يوه اندازه وسلې او مهمات ترلاسه شوي دي.
داعش ډله معمولا د ورته خبرونو په اړه کوم غبرګون نه څرګندوي.
په وروستيو کې د داعش ډلې د فعالیتونو او هم یې پر ضد د ا ا د ورته عملياتو خبرونه دوام لري.