ډبلیو اېف پي افغانستان کې د خپلو مرستو بندېدو خبرداری ورکړی

ډبلیو اېف پي افغانستان کې د خپلو مرستو بندېدو خبرداری ورکړی


  • 1 کال دمخه (30/03/2023)
  • سمسور نیوز
  • 626

سمسور نیوز (۱۰وری۱۴۰۲) د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی، چې که بېړنۍ مالي مرسته ورسره ونه‌شي؛ نو په افغانستان کې خپلې مرستې بندوي. 

دغې ادارې تېره ورځ پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې سم‌دستي ۹۳ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري، چې په اپریل میاشته کې چې دوه ورځې ورته پاتې دي، ۱۳ میلیونه کسان تر پوښښ لاندې راولي.   

د خوړو نړیوال پروګرام وایي، راتلونکو اتو میاشتو کې ټول‌ټال ۸۰۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري، چې افغانستان کې د اړو کسانو مرسته وکړي. 

په ورته وخت کې د بښنې نړیوال سازمان هم په افغانستان کې پر روان بشري وضعیت اندېښنه ښودلې ده.