ګوترېش: ښځې د کار او زده کړو حق لري؛ مه یې منع کوئ

ګوترېش: ښځې د کار او زده کړو حق لري؛ مه یې منع کوئ


  • 2 مياشتي دمخه (21/02/2024)
  • Aqila Asad
  • 211

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش په افغانستان کې د ښځو پر زده کړو او کار بندیز ونو پر دوام اندېښنه ښودلې او د لېرې کولو غوښتنه یې کړې.

نوموړي  په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د افغانستان په اقتصادي وده کې د ښځو رول مهم دی د ژوند په ټولو برخو کې د کار کولو حق لري.

د ګوتریش په وینا، د افغانستان له نیمايي زیات وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري او له اړو افغانانو سره د مرستې لپاره له درې سلنې څخه کمې پیسې دغه سازمان ته ورکړل شوې دي.

ګوترش وايي، ملي امنیت، د فساد کمول او د فساد مخنیوی د اسلامي امارت له مهمو لاسته راوړنو څخه دی او باید په نورو برخو کې هم کار و شي.

دا په داسې حال کې ده چې اسلامي امارت تل ویلي چې د نجونو د تعلیم مخالف نه دی او د مناسب تعلیمي چاپیریال په را منځته کېدو سره به د اسلامي شریعت په چوکاټ کې نجونو ته د تعلیم اجازه ورکړل شي.