د سرپرست حکومت پر قانون اعتراض ګستاخي ده

د سرپرست حکومت پر قانون اعتراض ګستاخي ده


  • 3 مياشتي دمخه (27/08/2024)
  • شریف الله وليزاد
  • 89

د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د دوی د مشرتابه له طرفه پر نوي توشیح شوي قانون اعتراض ګستاخي ده.

 

مجاهد پرون په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (U.N.A.M.A) ته په غبرګون کې ویلي، هغه څه، چې په یاد قانون کې ذکر شوي له اسلامي شریعت څخه سرچېنه اخلي او اعتراض کوونکي دې یې لومړی اسلامي شریعت مطالعه او وروسته دې اعتراض ورباندي وکړي.

د مجاهد له لوري په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې یاد قانون به د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایاتو اورېدلو وزارت لخوا په نرمۍ عملي کېږي او نړیوال دې په دې اړه اندېښنه نه کوي.

 

یوناما تر دې مخکې د یاد قانون په اړه اندېښنه ښودلې وه او ویلي یې و، چې یاد قانون به اوسنی سرپرست حکومت او نړیوال نور هم سره لیرې کړې. 

 

یاد قانون تېره چهارشنبه په څلورو فصلونو او ۳۵ مادو کې د عدلیې وزارت لخوا په رسمي جریده کې خپور شو، چې په کښې د ښځو پر حجاب، له ذي روح څخه پر عکس اخېستلو او یو شمېر نورو مسایلو  خورا ټېنګار شوی دی.