ترکیې د ط.البانو له‌خوا د نوې سرپرستې کابینې پر اعلان غبرګون وښود

ترکیې د ط.البانو له‌خوا د نوې سرپرستې کابینې پر اعلان غبرګون وښود


  • 3 کاله دمخه (08/09/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1222

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په خپلو تازه څرګندونو کې د ط.البانو له‌لوري د نوې کابینې اعلان ته غبرګون ښودلی او ویلي یې دي، چې طالبانو دا کابینه سرپرسته بللې ده.

ولسمشر اردوغان زیاته کړې، چې دوی هر څه په جدي توګه څاري او تر ارزونو وروسته یې په اړه پرېکړه کوي.

د نوموړي په خبره، لا هم مالومات نه لري، چې دط.البانو نوې کابینه به تر کومه سرپرسته وي؛ خو دوی هر څه ته په جدي توګه متوجه دي او تر څار یې لاندې دي.

باید وویل شي، چې ط.البانو تېره ورځ ناوخته خپله سرپرسته کابینه اعلان کړه، چې په هغه کې ملا حسن اخوند د رئیس الوزرا یا صدراعظم ځای لري. 

د ط.البانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد خبري کنفراس کې ویلي، چې! دا کابینه لنډمهالې ده او یوازې د چارو د ژر مخ پر مخ وړلو لپاره جوړه شوې ده.

د ط.البانو دا کابینه په کور دننه له ګڼو غبرګونو سره مخ شوې؛ خو له ترکیې پرته بیا کوم بل هېواد تر دې دمه په دې اړه تبصره نه‌ده کړې.