په بلخ كې يو شمېر خلك وايي: ((كرزى دا ځل مونږ نشي غولولاى))


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • ضمير سار
  • 1106

دا د هغه كسانو خبره ده، چې تېر ځل يې كرزي ته رايه وركړې وه، خو دا ځل يې نه وركوي. د هغوى په وينا كرزي ونه كړاى شول، چې ددوى غوښتنې پوره كړي.
كرزي چې په تېرو ټاكنو كې له خلكو سره د هېواد په بيارغونه، امنيت،د جنايتكارانو په محاكمه كولو، د فساد په وركولو او... برخو كې وعدې كړې وې، خو يوه يې هم ترسره نه كړه او لا يې بدترې كړې.
عبدالغني د بلخ ولايت د چمتال ولسوالۍ اوسېدونكى په دې اند دى، چې كرزى به هېڅكله افغان ولس ته خدمت ونه كړي.
نوموړي د كرزي په دوره كې امنيتي ستونزو، بېګناه خلكو وژنې، د اقتصاد كمزوري، د زورواكو واك ته اشاره وكړه او زياته يې كړه: (( كه چېرې كرزى په دويم ځل ولسمشر شي نو دا ستونزې به نورې هم زياتې شي.))
د بلخ ولايت د چاربولك ولسوالۍ اوسېدونكي هم له ولسمشر كرزي څخه ګيله من دي او وايي، چې كرزي په تېره دوره كې ددوى ستونزې نه دي هوارې كړي.
د همدې ولسوالۍ يو مخور مشر حاجي سراج الدين وايي، چې په لسګونو ځل يې د همدې ولسوالۍ د سرك په خاطر عريضې كړي، خو هېچا په كې غور نه دى كړى.
د چاربولك ولسوالۍ يو بل اوسېدونكى حاجي محمد بيا وايي، چې سربېره پر نورو ستونزو، امنيت هم خرابه شوى دى.
ده وويل: ((زمونږ په ولسوالۍ كې كله ناكله مخور مشران او د كار سړي ترور كېږي.))
دا په داسې حال كي دي، چې يو شمېر كسان بيا د كرزي له تېرې دورې څخه راضي دي او وايي، چې بيا رغونې ته پوره پام شوى دى.
د بلخ ولايت د دولت اباد ولسوالۍ يو پخوانى مشر او قوماندان حاجي احمد ګل وايي، چې كرزي ولس او هېواد ته خدمت كړى.
نوموړي وويل: ((كرزي راته سرك پوخ كئ، مكتبونه يې جوړ كړل، امنيت يې راوسته، نور نو څه وكړي.))
خو د بلخ ولايت يو شمېر روڼ انده او محصلين بيا وايي، چې بيارغونه په كرزي پورې تړاو نه لري.
دوى وايي، چې بهرني ځواكونه د خپلو موخو د ترسره كولو له پاره، د ځينو سيمو سركونه پخوي او جوړوي.
دوى همدارنګه وايي، هغه كسان چې د كرزي په حكومت كې ونډه لري او يا يې شخصي ګټه ترې ليدلې، د كرزي پر نيمګړتياوو سترګې پټوي او غواړي، چې په دويمه دوره كې يې بيا خپلې چړچې وكړي.
د بلخ پوهنتون د ادبياتو پوهنځي محصل نجيب الله عادل وايي، چې كرزى په تېره دوره كې ناكام وو.
نوموړي زياته كړه، سربېره پر نورو ستونزو، كرزي ونه شو كړاى، چې ځوانانو ته كار پيدا كړي.
ده وويل: ((زمونږ ډېرى فارغان لا تراوسه بېكاره ګرځي.))
د بلخ يو شمېر استادان او زده كونكي بيا په دې ګيله من دي، چې كرزي ورته په مورنۍ ژبه زده كړې برابرې نه كړې.
د همدې ولايت د چاربولك ولسوالۍ د ابوالموييد بلخي د ښونځي زده كونكي، كه څه هم ټول پښتانه دي، خو لا تراوسه په دري ژبه زده كړي كوي.
د همدې ښونځي يو زده كونكى محمد حنيف وايي: (( كه څه هم په دري ژبه خبرې كولى شم، خو بيا هم د زده كړې پر مهال له ډېرو ستونزو سره مخامخ كېږم.))
د ابوالموييد بلخي د ښونځي امر بيا وايي، چې څو ځله د ښونځي د ژبې په هكله يې عرېضې كړي، خو چا په كې غور نه دى كړى.
كرزي چې د طالبانو د حكومت د راپرزېدو وروسته ولسمشري كوي او راتلونكو ټولټاكنو ته نوماند دى، تر نورو نوماندانو ډېر امكانات په لاس كې لري.
د يو شمېر كانديدانو په وينا، دى دولتي امكاناتو څخه په غير قانوني توګه ګټه اخلي.