د خیبرپښتوخوا په لکي مروت کې تېره شپه د نامعلومو وسله وال په برید کې یو لوړپوړی پاکستانی افسر او د هغه ساتونکی وژل شوي دي.
پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې په دې برید کې د وژل شوي افسر ګل محمد خان یو بل ساتونکی هم ټپی شوی دی.
د معلوماتو له مخې، دغه افسر او ساتونکي يې په یوې څلور لارې کې پر ګزمه بوخت وو، چې وسله وال کسانو پرې برید کړی دی.
تر اوسه د برید مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی دی؛ خو په وروستیو کې د پاکستاني حکومت ضد جنګېدونکې ډلې ټي ټي پي خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.
دا په داسې حال کې ده، تېره ورځ په سویلي وزیرستان کې هم د پولیو واکسیناتورانو د امنیت تامین لپاره یو ګومارل شوی پاکستانی پولیس د وسله والو له لوري وژل شوی و.