سمسور نیوز (۵مرغومی۱۴۰۱) تېر حکومت کې د سولې د مرکچي پلاوي مشر معصوم ستانکزي د ا.ا له لوري د ښځو پر کار بندیز ته غبرګون کې ویلي، چې پر ښځو بېنسټه تورونه او د دوی سپکاوری د شرم وړ خبره ده.
د نوموړي په خبره، افغانستان اوس شل کاله پخوانی افغانستان نه دی او په کار ده، چې ملت له افراط، تفریط، تاوتریخوالي او جهالت لېرې وساتل شي.
هغه زیاته کړې، چې خلکو ته د خدمت کولو په پرتله جنګ اسانه دی.
معصوم ستانکزي ټینګار کړی، چې پاکستان په افغانستان او سیمه کې د اوسنۍ بې ثباتۍ او ګډ وډۍ مسؤل دی.
د مېرمنو د زده کړو او کار په اړه د حکومت وروستیو پرېکړو په کور دننه او بهر سخت غبرګونونه راپارولي دي.