د امریکا په نیومکسیکو ایالت کې د ډزو په پېښه کې ۳ کسان وژل شوي او ۶ نور ټپیان دي.
پولیسو ویلي، ۱۸ کلن ځوان بریدګر، چې پولیسو سره په مخامخ ډزو کې وژل شوی، خپل ګاونډ کې یې پر شپږو کورونو او درې موټرو ډزې کړې، چې په ټپيانو کې ۲ پولیس هم شامل دي.
سرچینې زیاته کړې، چې دې بریدګر کوم خاص هدف نه درلود، ځکه نه ښوونځي ته تللی، نه کلسیا ته او نه یې څوک ځانګړي په نښه کړي، بلکې هر څه چې مخې ته ورغلي ډزې يې پرې کړې دي.
پولیسو ویلي چې د برید د انګېزې په اړه یې څېړنې پيل کړي او د نوموړي له کورنۍ سره به هم په دې اړه خبرې اترې وکړي.