تېره میاشت افغانستان کې د تنفسي ناروغیو له کبله ۳۸۳ کسان مړه شوي

تېره میاشت افغانستان کې د تنفسي ناروغیو له کبله ۳۸۳ کسان مړه شوي


  • 11 مياشتي دمخه (05/02/2024)
  • سمسور نیوز
  • 405

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، چې په افغانستان کې د تېرې یوې میاشتې په موده کې شدیدې تنفسي ناروغۍ زیاتې شوې دي. 

یاد سازمان پرون ناوخته په یوه راپور کې ویلي، چې یوازې د دې میاشتې په دوو اونیو کې د تنفسي ناروغۍ نږدې ۸۴ زره پېښې ثبت شوې دي.

په راپور کې راغلي، چې د روان میلادي کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه تر ۲۷مې نېټې پورې په افغانستان کې د شدیدې تنفسي ناروغیو ۱۶۰ زره ۷۵۶ پېښې ثبت شوې، چې له کبله یې په ۳۴ ولایتونو کې ۳۸۳ کسان مړه شوي دي.

د یاد سازمان د معلوماتو له مخې، په دغو ناروغانو کې ۶۲،۹ فیصده یې له پنځو کلونو کم عمره ماشومان دي او په ټوله کې ۴۹،۳ فیصده ناروغان ښځې او نجونې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان همداشان ویلي، سږ کال په ټول افغانستان کې ۲زره ۷۹۸ کسان د شدیدو تنفسي ناروغیو له امله مړه شوي دي.