ملګري ملتونه: هرو ۳ افغانانو کې یو یې د خوړو پیدا کولو ته حیران دی

ملګري ملتونه: هرو ۳ افغانانو کې یو یې د خوړو پیدا کولو ته حیران دی


  • 1 کال دمخه (15/01/2024)
  • سمسور نیوز
  • 410

ملګري ملتونه وایي، دوی په افغانستان کې له اړمنو وګړو سره د مرستې لپاره ۷۶۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري. 

د ملګرو ملتونو ‏د خوړو نړۍوال پروګرام ویاند سټیفن دوجاریک ویلي، چې په افغانستان کې دا مهال ۱۵،۲ میلیونه وګړي بېړنۍ مرستې ته اړ دي. 

نوموړي خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې د خوړو نه خوندیتوب لوی بشري ناورین رامنځ ته کړی دی.

هغه زیاته کړې، چې اوس مهال په دغه هېواد کې په هرو ۳ کسانو کې یو یې نه‌ پوهېږي، چې د بل وخت خواړه به له کومه کوي. 

ملګرو ملتونو په ۲۰۲۴ کال کې له اړو افغانانو سره د بشري مرستو لپاره خپل پلان اعلان کړی، چې له مخې به یې په روان میلادي کال کې څه باندې ۲۳ میلیونه افغانان بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا ولري.