تر دوه کلن ځنډ وروسته؛ اردن کې افغان سفارت بیا خپل کار پیل کړ

تر دوه کلن ځنډ وروسته؛ اردن کې افغان سفارت بیا خپل کار پیل کړ


  • 1 کال دمخه (05/05/2023)
  • سمسور نیوز
  • 615

سمسور نیوز (۱۵غوایي۱۴۰۲) په اردن کې د افغانستان سفارت یو وار بیا خپل فعالیت پیل کړ. 

په سعودي عربستان کې د افغانستان سفیر احمد جاوېد مجددي پر خپله توېټر پاڼه لیکلي، چې په اردن کې د افغانستان سفارت تر دوه کلن ځنډ وروسته بېرته خپل فعالیت پیل کړی دی. 

په اردن کې د افغانستان سفارت وروسته له هغې وتړل شو چې اوسنی سرپرست حکومت په هېواد کې واک ته ورسېد او سفیران او کارکوونکي یې اروپايي هېوادونو ته ولاړل.