د روغتیا وزارت سرپرست د بريټانیا له شارژدافیر سره لېدلي

د روغتیا وزارت سرپرست د بريټانیا له شارژدافیر سره لېدلي


  • 2 مياشتي دمخه (27/10/2024)
  • عبدالبصیر رحمت زی
  • 80

د عامې روغتیا وزارت سرپرست د افغانستان لپاره د بريټانیا له شارژدافیر سره د نړیوالو مرستو پر جذب خبرې کړې دي. 

 

د یاد وزارت پر ایکس پاڼه لېکل شوي چې مولوي نور جلال جلالي له رابرټ ډيکسون سره په لېدنه کې په لرې پرتو سیمو کې د روغتیایي مراکزو پر رامنځته کولو، د سرطان ناروغۍ د مریضانو د درملنې لپاره د اسانتیاوو پر رامنځته کولو او د نړیوالو مرستو پر جلبولو خبرې کړې دي. 

 

جلالي د سرطان او پر نشه یي توکو د روږدو کسانو د درملنې لپاره د اسانتیاوو برابرولو ته ژمنتیا ښودلې او په خبره یې په تېرو درېیو کلونو کې د زرګونو روږدو کسانو درملنه ترسره شوې ده.

 

بلخوا ډېکسون په روغتیایي برخه کې د برېټانیا د لا زیاتې همکارۍ ډاډ څرګند دی.