هرات کې د ۳۱۰ تاریخي سیکو کشف او ترلاسه کول

هرات کې د ۳۱۰ تاریخي سیکو کشف او ترلاسه کول


  • 3 کاله دمخه (29/01/2021)
  • محمد عزیر ستانکزی
  • 1304

د هرات ولایت چارواکي د بیلابیلو تاریخي دورو اړوند ۳۱۰ سیکو له کشف څخه خبر ورکوي.

چارواکي وايي دغه سیکې د سیمې یو اوسیدونکي د شخصي ځمکې د کیندنې پر مهال موندلي او په وینا یې ددغو سیکو ارزښت تر اوسه نه دی مشخص شوی.

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست چارواکي وایي دغه سیکې په قاجاري دورې پورې اړوندې دي چې کمه برخه د عبدالرحمن خان او حبیب الله خان په دورو پورۍ تړاو لري.

چارواکي وايي دغه سیکې د ښار لومړی ناحیه کې موندل شوي او امنیتي ځواکونو ترلاسه کړي.

د چارواکو په وینا ددغو سیکو له ډلې د سپينو زرو ۲۳۶ هغه یې ناصرالدین شاه قاجار, مظفرالدین قاجار, محمد علي شاه قاجار او ۷۴ نورې د عبدالرحمن خان او حبیب الله خان په دورو پورې اړوندې دي.