د ازبکستان د ملي امنیت شورا مرستیال عبدالعزیز کاملوف وايي، هېواد یې په نړیوالو خبرو کې د افغانستان سرپرست حکومت د ګډون ملاتړ کوي.
کاملوف له یوې ازبکستانۍ ورځپاڼې سره په مرکه کې ويلي چې سرپرست حکومت باید نړیوالو غونډو ته راوبلل شي.
هغه په ورته وخت کې د سرپرست حکومت پر رسمیت پېژندل حتمي بللي او زیاته یې کړې یې ده چې دا کار به پر خپل وخت ترسره شي.
د ازبکستان د ملي امنیت شورا مرستیال په وینا، تاشکند له سرپرست حکومت سره په تعامل کې یوه ثابته، عملي او اصولي پالیسي تعقیبوي.
عبدالعزیز کاملوف په افغانستان کې د شوروي اتحاد، برېټانیا او ناټو مداخلو ته په اشارې سره ټینګار کړی چې د افغانستان خلک ملاتړ ته اړتیا لري، نه فشار ته.
د یادونې وړ ده چې په تېرو څلورو کلونو کې، د افغانستان او ازبکستان ترمنځ سیاسي او اقتصادي اړیکې د پام وړ پراخې شوې دي.