مک کینزي: د افغان ځواکونو پر وړتیا اندېښمن یم.

مک کینزي: د افغان ځواکونو پر وړتیا اندېښمن یم.


  • 3 کاله دمخه (23/04/2021)
  • خالد سهار
  • 1146

سمسور (جمعه د غوایي ۳) امریکایي جنرال کینیت مک کینزي د افغان ځواکونو  د وړتیا په هکله اندېښمن دی.

هغه ویلي، چې له اففانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته ښایي افغان ځواکونه له ځپلې خاورې په ښه شکل ساتنه ونه شي کړای.

په داسې حال کې، چې امریکایي چارواکو ویلي دوی به له دغه هېواد سره له پوځي ماموریت پرته خپلې مرستې دوام داره ساتي، چې تازه امریکا له افغانستان سره د درې سوه میلیونه ډالره مرسته اعلان کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن ویلي، له افغانستان سره به په ملکي برخه کې درې سوه میلیونه ډالر اضافي مرسته کوي. 

خو بل خوا بیا افغان چارواکي په دې باور دي، چې افغان ځواکونه له خپلې خاورې د ساتنې بشپړه وړتیا لري.

ولسمشر غني هم یوې غونډې ته د وینا پر مهال ویلي، چې افغان ځواکونه له خپلې خاورې د دفاع وړتیا لري او کابو ۹۵ سلنه نظامي عملیات د بهرنیانو له مرستې پرته په خپلواکه توګه ترسره کوي.