ترکي چارواکو د اوکراین او روسیې ترمنځ د خبرو اترو د بل پړاو په اړه چې راتلونکې دوشنبه به د ترکیې په استانبول کې ترسره شي، د دواړو هېوادونو له چارواکو سره خبرې کړې دي.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د ټیلیګرام په یوه پیغام کې لیکلي چې له خپل ترکي سیال رجب طیب اردوغان سره یې په تلیفوني اړیکه کې د خبرو اترو په دې پړاو کې د ګډون لپاره د اوکراین شرایط وړاندې کړي دي.
له بلې خوا، د دواړو هېوادونو مشرانو د روسیې، اوکراین، ترکیې او امریکا له مشرانو سره د څلور اړخیزې غونډې د ترسره کولو په اړه هم خبرې کړې دي.
په ورته وخت کې، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت یوه اعلامیه کې ويلي چې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف له خپل ترکي سیال هاکان فیدان سره په تلیفوني اړیکه کې له اوکراین سره د خبرو د بل پړاو په اړه خبرې کړې دي.
د یادونې وړ ده چې د اوکراین او روسیې ترمنځ لومړۍ مستقیمې خبرې د روان کال د مې په ۱۶مه په استانبول کې ترسره شوې چې په ترڅ کې یې دواړو خواوو ۱۰۰۰ بندیان تبادله کړل.