د سرور احمدزي د کرکټ په اړه ليکنې ته ځواب


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • نازل مومند
  • 1162

ما د سرور احمدزې ليکنه  د ۲۰۱۰ز کال د ديسمبر د ۱۲ امه نيټه لوستې ده. خو دا چې وخت يارې راسره نه کوله چې څه پرې وليکم، اوس يو څه وخت په ګوتو راغې نو غواړم د يو ازاد افغان او د کرکټ د مينوال په ډول هغه څه وليکم چې ما پخپله ليدلې او يا مې هم د مؤثقو مرجعو اوريدلې دي.
زه وار د مخه په زغرده وايم چې قلم نوم د حق دی او حق نوم د خدای دی او غواړم هغه څه وليکم چې د قلم د څوکې غوښتنه ده نه لکه سرور احمدزي چې کومه ليکنه کړې ده.
زه نه په کرکټ کې کومه دنده لرمه او نه د چا سره کومه خپلوې لرم او نه مې چاپلوسي زده ده خو د کرکټ د زياتره ادارې کاروکونکو او لوبغاړو سره ليده کاته او خبرې لرم. تر ټولو لومړې غواړم د کرکټ د په ستونزو په شاليد وغږيږم. او بيا ورسته د سرور احمدزي ليکنه ورځواب کړم.
کله چې د ماليي محترم وزير ډاکټر عمر زاخېلوال د اولسمشر له خوا د کرکټ بورډ مشر شو نو دا داسې يو قدم وو چې کرزې په دا دومره دوره کې ايله همدغه د سړيتوب کار وکړ. ځکه کرکټ بورډ يې د اغبر د لاسپوڅۍ څخه خلاص کړ او له هماغه وخته لوبغاړو کې ساه وچليده او د لوبغاړ ساه چليدل پر ځاي وو.
د کرکټ بورډ محترم مشر ډاکټر زاخېلوال د خپلو بوختياو له امله اړ وو چې يو څوک د کرکټ بورډ اجرايوي مشر وټاکې هماغه وو چې ايمل شينوارې يې وټاکه. زياتره لوبغاړې د ايمل پر ټاکلو خوښ وو ځکه ايمل او لوبغاړو سره پخپل مينځ کې يوه پټه هوکړه کړې وه چې ايمل به د لوبغاړ خبرو ته غوږ نيسې او لوبغاړي به يې په بدل کې د ايمل سره هر اړخيزه مرسته کوې. خو دې کار زيات دوام ونکړ او د لوبغاړو او ايمل تر مينځ ډېر ژر په جلال اباد کې اختلافات پيدا شول. خبره زياته شوه او د ماليي وزير صيب ته ورسېده او لوبغاړ ورته د ايمل د لرې کول شرط کيښوده او ان دا چې ماليي وزير ته يې کرښه راکښوده که ايمل لرې نشي نو لوبغاړي به د هالنډ لوبې ته لاړ نشي. چې د دې ټولې تنستې سر ريس احمدزې وو او بل اړخ ته سرور احمدزې په اولسي جرګه  کې نجيبه پوهه کړې وه چې د ماليي وزير د کرکټ په برخه کې وټکوي او نور زيات وکيلان يې هم لمسولي وو چې زه يې د نومونو څخه تيرېږم.  خو د ماليي وزير دا هر څه په ساړه سينه حل کړل او لوبډله هالنډ ته لاړه.
خو خبره پردې پاي ته ونه رسېده. د نړيوالو لوبو په ترڅ کې يو ځل بيا کبيرخان او سرور احمدزي  په ګډه ريس احمدزی راولمسوه چې بايد ته د کرکټ بورډ اجرايوي مشر شې.  چې ددې خبرې د ملاتړ سره په څنګه کې ملالۍ شينوارې او ايمل پسرلی هم وو چې د کبيرخان نزدې ملګري دي. نو هماغه وو چې د ويسټ انډيز د لوبو پرمهال ريس احمدزې د خپلې استعفا اعلان وکړ چې د بې بې سي راډيو ورسره مرکه وکړه نو دې خپلې استعفا لامل خپل زوړتوب وښوده او زياته يې کړه چې دې غواړې کرکټ ډلې ته تنکې ځوانان وروزي. مګر اصلي خبره د مشرتوب د نيولو وه.
کله چې لوبډله د ويسټ انډيز څخه راغله نو کرکټ بورډ د ريس احمدزې لپاره استرليا ته د تګ لپاره د کوچنګ پروګرام په برخه کې داخله کړې وه چې هلته لاړشي او د کرکټ مشرولۍ په کورس کې برخه واخلي.
خو ريس احمدزي بيا د خپلې لمسونکې ډلې په مشوره له دغه تګ څخه پاتې شو او کرکټ بورډ ته زيات مالي تاوان ورغی. نوموړي پدې ويره دا کار ونکړ چې که دا چېرته اسټرليا ته لاړ شي نو د کرکټ بورډ اجرايوي مشر به دې نه، بل څوک وټاکل شي.
بيا په کرکټ بورډ کې د ايمل د لرې کولو خبره راپورته شوه او دا ځل ټولو لوبغاړو بيا د ماليي د محترم وزير سره ناسته وکړه او هر لوبغاړي ته د خپل نظر ښکاره کولو وخت ورکړ شو چې ټول راپور يې په ټول افغان کې شته. خو د ماليي وزير کلک تصميم نيولي وو چې ستونزې ختمې کړي هماغه وو چې د درې کسان الله دادنوري ( چې تر اوسه يې هيڅ وړتيا په کرکټ کې نده ښودلې ښه بېلګه يې د کراچې ټورنمنټ وو )، سيد شاه او ريس احمدزې ته يې د خبرو کولو وخت ورنکړ او دوۍ يې د ستونزې اصلي لاملين وګڼل او په غونډه کې يې په ښکاره ټکو  د ټولو لوبغاړ ترمخ ريس احمدزي ته وويل چې: ته غلې شه ستا څېره راته مالومه شوه د خپلو ګټو لپاره په هر څه سودا کوې. دلته بيا هم د ريس لمسونکې او مرسته کونکې کبيرخان، ملالۍ شينوارې ، سرور احمدزې او ايمل پسرلي وو. چې ريس ورته وخت په وخت زنګونه وهل او ورسره به يې د دوۍ په کورونو کې کتنې درلودې. مګر کله چې ملالۍ شينوارې او ايمل پسرلې پوه شول چې د ماليي وزير باندې د چا زهر نه چليږې او د ماليي وزير د کرکټ د پرمختګ وږی دی او په دې برخه کې له چا ويره هم نلري. نو دوۍ دواړه په شا شول.
او بل اړخ ته د ريس احمدزي د کرکټ په نامه يوه شخصي انجيو ( NGO ) وه چې د کرکټ په نامه يې پيسې راټولولي نو د کرکټ له خوا د ريس احمدزي انجيو غيرې قانونې اعلان شوه او د مرسته کوونکو څخه وغوښتل چې مرستې نيغ په نيغه د کرکټ بورډ سره وکړې چې ترڅو تيت پرک کارونه د يوې ادارې لاندې راشي او پايلې يې ښې راووځي او هماغسې وشول چې کرکټ دا مهال ډېر زيات پرمختګ کړې دی.
خو سرور احمدزي لا تراوسه پر ځای ندې ناست او اوبه خړوي پوښتنه داده چې نوموړې ولې پدې دومره غټ ځان دا دومره کوچنۍ لوبه تر سره کوي؟
دلته دوه ټکې مهم دې يو د سرور احمدزې شخصيت او بله د هغه وطن دوستۍ مينه، چې دې په هر ځاي کې ځان وطن دوسته ښايي. چې په لومړي ټکې يې زه نه غږيږم خو د وطن دوستۍ روحيه او مينه يې  ټولوخلکو ته د ټاکنو پرمهال جوته شوه. چې ولې نومړې د چوکۍ دومره وږی وو چې نړيوال پېژندل شوي شخصيت محترم ډاکټر اشرف غني احمدزي ته له خپلې کانديدۍتېر نشو او د احمدزيو رايې يې په دوو برخو وويشلې. خير خبره راڅخه بله خوا لاړه نشي. راځم کرکټ برخې ته چې زما د ليکنې موخه ده. په لومړيو کې سرور احمدزې د ريس احمدزي سره دا غوټه کړې وه چې تا به د کرکټ بورډ اجرايوي مشر کړم. خو هغه کار ونشو نو  اوس خپله غواړې چې د کرکټ عمومي مشر شي. او ددې خبرې سرور احمدزې هيڅ انکار نشي کولي ځکه ټول لوبغاړي پدې خبره خبر دي او او س يې د غه لوبې لپاره د ريس احمدزي سربېره تکړه لوبغاړي اصغر ستانکزې او محمد نبې هم استعمالوي. او س زما د ليکنې دريمه برخه د سرور احمدزې د هغه بې ځايه خبرو ځواب دې چې د  خپلو ګټو لپاره يې کړې دي او غواړې د کرکټ د مينه والو احساسات راوپاروي او په قهر يې کړي.
که ليکنه سر تر پايه ولوستل شي نو دا چې نورې ناسمۍ يې پريږده چې ي، غر يې په بل غر ويشتلی دی ( شکر چې دا مو اولسمشر نشو کنه بيا مو دده څه پرتوګ کاوه) ليکنه پرته د بدبينې او نفرت څخه نور څه نلري او د ليکنې محتوا او مينځپانګه داسې ده لکه کومه ژبوره ښځه چې چاسره په ناندريو بوخته وي. زه د نوموړې هاغه ادعاوي راخلم چې دې دعوه کوي او تور پورې کوي. خو هغه تش د سرور احمدزي پو خوب دې نور څه ندې او نه هم په کرکټ بورډ کې داسې څه شته لکه سرور احمدزي يې چې وايي.
د کرکت ډلې د معاشونو خبره: که پخوا داسې چېرته شوي چې لوبډلې ته په وخت معاش نه وي رسيدلي نو شايد خو دا مهال د کرکټ ملې لوبډلې هر لوبغاړی پخپل وخت معاش اخلي. او ورته يې د فنانس اداره جوړه کړې ده. او دلته ما ته اريانتيا خبره داده چې دا څنګه لوبغاړې سرور احمدزي ته شکايت کوې او دا خبره ولې ميډيا ته نه راوځۍ او يا ولې پرې بل افغان خواخوږې نه وي ندې خبر. داسې مالوميږې د سرور احمدزي په اوړو کې شګې دي.
۱: سروراحمدزې دعوه کړې چې روپۍ د لوبغاړې نه بس کيږي که په بهر کې د افغانانو ميلمستيا نه ... اجيبه ده ما ته پرې خندا راځي زه چې تر کومه مالومات لرم کرکټ بورډ دومره روپۍ ورکوي چې د هغې څخه بسپنه د ځان سره کورته هم راوړې او د ميلمستيا ورکول د افغانانو د خواږۍ برخه ده. هوټل ورته کرکټ بورډ وار د مخه اجاره کړي وي او ان تردې چې په زياتره ځايونو کې يې ورته د ډوډۍ غم هم خوړلی وي.
۲:  سرور احمدزې دعوه د خپلوانو خبره بيا راپورته کړې ده دا هماغه څه وه چې دي مخکې دا خبره د اولسي جرګه کې د يو څو ناخبره وکيلانو په خوله راپورته کړې وه دا مهال په کرکټ بورډ کې د ماليي د وزير خپلوان نشته او که کوم يو وي نو هغه هم د هغه پوست ته په مسلکي لحاظ راغلي دي نه په واسطه دا خو ما ته مالومه ده او زه ددې خبرې په ورځ د اخرت هم ګواهي ورکوم. او بل داچې ستا دې په الله قسم وي سپین ووايه چې تا دا هر څه د ريس احمدزي او د خپلوانو لپاره ندې راپورته کړې، ريس احمدزې ستا خپل ندې؟
 ۳:  رور احمدزي وايي: لوبغاړي په دومره وېره کې اچول شوي چې د خپلو ستونزو شکايت هم نشي کولی. کنه د کرکټ بورډ مشر ښاغلی زاخېلوال به يې د لوبډلې ليري کړي او پر ځاي به يې خپل خپلوان لوبډلې ته راولې.   لوموړي خو بايد دا خبره سپينه کړو که تش د سرور احمدزي غوندې خلک په لوبډله کې وي چې خبرې يې ډېرې زده وې او کار نه نو بيا خو يې ليرې کول يو ملي مسؤليت دی.  ههههه ما ته خندا پردې راځي د ماليي د وزير هيڅ خپلوان نه په ملې لوبډله کې شته نه په اي ( A )  لوبډله کې او نه هم په بله لوبډله کې خير لوستونکې دې دا پوښتنه د لوبغاړو وکړي. کنه د درواغجن مخ تور لکه چې تور دې.
۴: سرور احمدزي پخپلو خبرو کې دعوه کړې ده چې د کرکټ په برخه کې هيڅ پرمختک ندې شوي. او س به راشي هغه پرمختګونه باندې به رڼا واچوه چې جاه طلبۍ د سرور احمدزي په سترګو پردې راښکته کړي دي او نه يې وينې.
۱: د ننګرها په ولايت کې نړيوال لوبغالی چې د ماليي وزير افتتاح کړې او اوس پرې کار روان دې.
 ۲: په کابل کې د لوبغالی چې تقريبا جوړ شوي دي او همدا راز په خوست او هرات کې هم ورته لوبغالي ډېر ژر جوړ شي.
۳: د ټرايل ميچونو اخيستل چې ددې ميچونو احيستل څومره سخت کار دې دا لوبغاړو او ټراينر ته پته ده.
۴: د دوبۍ د لوبغالي د قرارداد لاسليک او ضمانت د کورني لوبغالي په ډول
۵: ټول هېواد په پينځو ريجونونو يا برخو ويشل چې په هر ريجن کې به دننه لوبې کيږې او کوم لوبغاړي چې وړتيا وښايي نو هغه د ريجن لوبډلې ته راځي او بيا چې کوم لوبغاړي د ريجونونو په لوبو کې وړتيا وښايې هغه بيا د کرکټ د ملي اکاډمۍ په لوبډله کې اخيستل کيږې او ورسته وړ لوبغاړي اي (A  ) لوبډلې او همداسې ملې لوبډلې ته پرمختګ کوي.
۶: د ښوونځيو په کچه د کرکټ پرمختګ
۷: د سليکټرانو، تخنيک، او ډويلپمينټ ( پرمختګ ) کوميټيو جوړول
۸: د فنانس يانې د پيسو د تللو او راتللو کوميټي جوړول.
او دا سې نور
د ليکنې په اخر کې سرور احمدزي وايې: په پاي کې موږ له اولسمشر نه غواړو، چې ژر تر ژره د کرکټ بورډ له مسرتابه څخه ښاغلي زاخېلوال لري کړي او پر ځاي يې يو داسې ملي او په هيواد مين سړي وګماري چې ....
دلته د سرور احمدزي د موږ څخه څوک عبارت دي ؟ موخه يې خپل ځان ته خپل  باټيرې؟ او بل د هيواد مين سړې نه يې موخه څوک ده؟ يانې پر ځاي دې سرور احمدزي وټاکي ډېر ښه وړانديز همدې ته وايې ملې احساس ...
او په اخر کې دا هم وايم چې ليزلي چې يو کاناډايي ښځه ده او د ريس احمدزي مېرمن ده ( د ريس احمدزي د خولې خو نور ملګري يې وايې چې ښځه يې نده بلکې ګرل فريينډ يې ده ) دا هم د ددې ټولې لمسونکې لوبې لږه ډېره برخه ده خو د ليزلي يادول دومره مهم ندې ځکه هغه بهرنۍ ده.
د ټولې ليکنې ځواب نور د کرکټ بورډ کار دې دا هغه څه وو چې ما د يو احساس له مخې کتلي او ليدلي وو او دلته مې د لوستونکو د قضاوت لپاره وړاندې کړل.
خو زه احمدزي صيب ته يوه خبره سپينه کوم چې که هر څه ټکه په کرکټ ملي ډله راپرېواته مسؤليت به يې ستا په غاړه وي تا پدغه ډول کې تيږې اچولې دې او ډنګوي يې ته خو د قدرت پسې ليونې يې خو د پښتنو دغه يوه لاسته راوړنه مه بربادوه.
وما علينا الاالبلاغ