پټېل: افغانستان کې د ډیپلوماټیک ماموریت پیلولو پلان نه لرو

پټېل: افغانستان کې د ډیپلوماټیک ماموریت پیلولو پلان نه لرو


  • 11 مياشتي دمخه (06/02/2024)
  • سمسور نیوز
  • 390

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې نږدې راتلونکې کې په کابل کې د ډیپلوماټیک ماموریت پیلولو پلان نه لري.

د یاد وزارت مرستیال ویاند وېدانټ پټېل ویلي، چې د نویو واکمنو په ګډون له ګڼو افغانانو سره د افغانستان د ننه او بهر تعامل کې دي؛ خو ښوونځیو ته د نجونو ورګرځېدا د دې تعامل تر ټولو اړینه برخه ده.  

ښاغلي پټېل ویلي چې هېواد یې لا هم پر سرپرست حکومت فشار راوړي، چې د ښځو برخه کې هغه «تبعیضي فرمانونه» بېرته واخلي چې د هغوی ژوند په ګډون د اړېکو نرمښت اغېزمنوي. 

هغه زیاته کړې چې له اوسني حکومت سره عادي اړېکې د ټولو افغانانو حقونو ته پر درناوي مشروطې دي.

دا په داسې حال کې ده چې روانه اوونۍ یو شمېر امریکایي رسنیو راپور خپور کړ، چې امریکا افغانستان کې خپلې قونسلي چارې بیا پیلوي.