د پاسپورټ لوی ریاست:په تېر یوه کال کې مو څه باندې ۲ میلیونه پاسپورټونه وېشلي دي.

د پاسپورټ لوی ریاست:په تېر یوه کال کې مو څه باندې ۲ میلیونه پاسپورټونه وېشلي دي.


  • 3 مياشتي دمخه (16/07/2024)
  • سمسور نیوز
  • 122

د پاسپورټ لوی ریاست مشر ملا عبدالکریم حسیب وایي، په مرکز او ولایتونو کې د پاسپورټونو د وېش ظرفیت په ورځني ډول ۱۲ زره ته لوړ شوی چې دا د پاسپورټ ریاست په تاریخ کې تر ټولو لوړ شمېر دی.

 

نوموړي په کابل کې یوې خبرې غونډې ته همدارنګه ویلي، په کابل کې درې نوې څانګې پرانیزي.«لومړۍ څانګه په دارالامان کې پخواني پارلمان ته څېرمه، دویمه یې په قلعه زمان خان کې د شاداب ظفر په بلاکونو او درېیمه یې په تنګي تره‌خېل کې د عدلیې وزارت د حقوقو ریاست په پخوانۍ ودانۍ کې موقعیت لري. هره څانګه به په ورځني ډول ۲زره متقاضیانو ته خدمتونه وړاندې کوي.»