تر دوحې غونډې وروسته؛ امنیت شورا هم د افغانستان په تړاو ناسته کوي

تر دوحې غونډې وروسته؛ امنیت شورا هم د افغانستان په تړاو ناسته کوي


  • 11 مياشتي دمخه (19/02/2024)
  • سمسور نیوز
  • 394

د ملګرو ملتونو امنیت شورا یو وار بیا د افغانستان د وضعیت په تړاو غونډه جوړوي.

د راپورونو له مخې، ټاکل شوې دا غونډه د روانې فبرورۍ میاشتې په ۱۶مه نېټه جوړه شي. 

د راپورونو پر اساس، ښایي د امنیت شورا په دغې غونډه کې د افغانستان په اړه نوی ځانګړی استازی هم وګمارل شي.

امنیت شورا تېره میاشت هم غونډه جوړه کړې وه، چې د ملګرو ملتونو سر منشي انټونیو ګوټېرش په کې د افغانستان لپاره د نوي ځانګړي استازي معرفي کېدو وړاندیز وکړ؛ هغه اقدام چې سرپرست حکومت یې پر وړاندې غبرګون ښود.

سرپرست حکومت ویلي، چې د ملګرو ملتونو د یو استازي په شتون کې د بل ګمارل نامناسب ګام دی او د اړیکو د ترینګلتیا لامل کېږي.