انس حقاني: د نجونو ښوونځیو بېرته پرانیستلو لپاره د علماوو ناسته جوړېږي

انس حقاني: د نجونو ښوونځیو بېرته پرانیستلو لپاره د علماوو ناسته جوړېږي


  • 2 کاله دمخه (04/05/2022)
  • سمسور
  • 781

سمسور (۱۴غوایی۱۴۰۱) د طالبانو د حکومت چارواکی انس حقاني وایي، د نجونو د ښوونځیو د بېرته پرانیستلو لپاره د دیني علماوو یوه ناسته جوړېدونکې ده. 

هغه خوست ته په سفر کې یوې غونډې ته د خبرو پر مهال ویلي، چې د نجونو ښوونځیو په برخه کې به ډېر ژر ټولې شته ستونزې حل کړل شي. 

انس حقاني دا خبرې داسې مهال کوي، چې له تېرو ۸ میاشتو راهیسې له شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو دروازې د نجونې پر مخ تړلې دي. 

د نجونو پر مخ تړلو ښوونځيو وخت ناوخت نړیوال غبرګونونه پارولي او طالبان په دې برخه کې تر کورنیو او نړیوالو فشارونو لاندې دي.