هلمند او کندهار کې سختو توپانونو خلکو ته مالي زيانونه اړولي

هلمند او کندهار کې سختو توپانونو خلکو ته مالي زيانونه اړولي


  • 2 کاله دمخه (04/05/2022)
  • سمسور
  • 834

سمسور(۱۴غوایی۱۴۰۱) په کندهار او هلمند ولايتونو کې د سخت باد او توپان له کبله خلکو ته مالي زیانونه اوښتي دي. 

په دغو ولایتونو کې ځایي سرچینې ویلي، چې په کندهار او هلمند کې د ډېری کورونو دېوالونه د سختو بادونو له امله نړېدلي دي.

سرچینې دغه‌راز زیاته کړې، چې دغه توپان له امله ترافیکي پېښې هم رامنځ‌ته شوې دي. 

د مالوماتو له‌مخې، لا هم د توپان له کبله د اوښتو زیانونو کره شمېره نه‌ده په ډاګه شوې. 

د یادونې ده، چې دا په تېره يوه مياشت کې څویم ځل دی، چې په کندهار او هلمند کې دغه ډول باد او توپان راځي.