تېر کال؛ تر اوه میلیونه زیاتو افغانانو بهرنیو ملکونو کې پنا اخیستې

تېر کال؛ تر اوه میلیونه زیاتو افغانانو بهرنیو ملکونو کې پنا اخیستې


  • 10 مياشتي دمخه (24/02/2024)
  • سمسور نیوز
  • 319

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونېسیف وايي په تېر یوه کال کې څه باندې ۷ ملیونه افغانانو په ګاونډیو هېوادونو کې پناه اخیستې ده.

یادې ادارې په یوه تازه راپور کې ویلي چې د تېر ۲۰۲۳ کال د ډسمبر تر ۳۱ نېټې پورې ۷،۷ میلیون افغانانو په پاکستان، ایران، تاجکستان او ازبکستان کې پناه اخیستې ده.

یونیسف وایي چې ډېری افغانان پاکستان او ایران ته کډه شوي دي، په داسې حال کې چې دې دوو هېوادونو په دې وروستیو کې د هغو افغانانو د ایستلو بهیر چټک کړی چې قانوني اسناد نه لري.

پاکستان د تېر ۲۰۲۳ کال د نوامبر میاشتې له پیله د بې اسناده افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړه چې تردې دمه له پنځه لکو ډېر افغانان له پاکستانه ایستل شوي دي.

د ملګروملتو له خوا د خپرو شویو معلوماتو له مخې افغانستان د ۶،۱ میلیون کډوالو په لرلو سره له سوریې وروسته د کډوالو د لوړې شمېرې له پلوه د نړۍ دوهم هېواد دی.