د ایران د سپاه پاسدارانو مشر په لبنان کې د اسرائیل او حزب الله تر منځ د شوي اوربند مبارکي ورکړې ده.
حسین سلامي د اسرائیل او حزب الله تر منځ شوی اوربند د حزب الله ډلې بریالېتوب بللی دی.
نوموړي زیاته کړې، چې اسرائیل په لبنان کې خپل هیڅ یو هدف ته نه دي رسېدلي.
سلامي دا څرګندونې تر هغې وروسته کوي چې د اسرائیل او حزب الله تر منځ پر دوه میاشتیني اوربند توافق وشو.