د دوه نښان ویشتونکو په ګډون ۳۳ طالبان وژل شوي.

د دوه نښان ویشتونکو په ګډون ۳۳ طالبان وژل شوي.


  • 10 مياشتي دمخه (07/03/2021)
  • کامران احمدزي
  • 595

افغان ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په ۳ ولایتونو کې ۳۳ طالبان وژلي دي.

له ملي دفاع وزارت څخه په څو جلا خپرو شویو خبرپاڼو کې راغلي، چې افغان ځواکونو د هېواد په ۳ ولایتونو، کندهار، بلخ او هرات کې د طالبانو پر سیمو عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې یې ۳۳ تنه وژل شوي، چې ۲ یې مهم نښان ویشتونکي دي.

له یاد وزرات څخه په خپرو شویو خبر پاڼو کې همداشان راغلي، چې د افغان ځواکونو له لوري د طالبانو ګڼ شمېر وسلې او مهمات له منځه وړي او ډېرې سیمې یې د یادې ډلې له شتون څخه پاکې کړي.