افغانان له لوږې مري؛ خو نړیوال یې کیسه کې نه دي

افغانان له لوږې مري؛ خو نړیوال یې کیسه کې نه دي


  • 3 کاله دمخه (22/11/2021)
  • سمسور پرس
  • 1103

سمسور(دوشنبه د لیندۍ ۱) ګارډین ورځپاڼې په خپله سرلیکنه کې د افغانستان اوسني وضیعت ته اشاره کړې او ویلي یې دي، چې د ژمي په را رسېدو به یاد هېواد له یو ستر بشري ناورین سره مخ شي.

د ورځپاڼې په باور د افغانستان د اوسني وضیعت په اړه د امریکا او نورو نړیوالو چوپتیا د اندېښنې وړ ده.

ورځپاڼه لیکي چې میلیونونه وګړي په افغانستان کې له سخت ژمي او لوږې سره مخ دي خو نړیوال په دې اړه بې تفاوته دي او تر څنګ یې امریکا د افغانستان د شتمنۍ کنګل کېدو ته ادامه ورکړې ده. سرچینه کاږي ددې جدې اړتیا ده چې د نړۍ ځواکمن هېوادونه په ډېر چټکه توګه د افغانستان معضله حل کړي او څومره ژر چې کېدای شي دغه هېواد ته د بشري مرستو په رسولو لاس پورې کړي.

یاده ورځپاڼه دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې په هېواد کې یو شمېر خلکو د غربت له کبله خپل بچي و پلورل.

سمسور پرس