کندهار کې څاه ته لوېدلې اومېندواره مېرمن مړه را واېستل شوه

کندهار کې څاه ته لوېدلې اومېندواره مېرمن مړه را واېستل شوه


  • 2 کاله دمخه (09/06/2022)
  • سمیر احمد
  • 671

سمسور (۱۹غبرګولی۱۴۰۱) د کندهار په خاکرېز ولسوالي کې یوه اومېندواره مېرمن، چې ۶۰ متره ژور کوهي ته لوېدلې وه، مړه ترې را وایستل شوه. 

ځایي سرچینې ویلي، چې دغه مېرمن وړمه شپه له کورني تاوتریخوالي وروسته له کوره وتلې او ځان یې کوهي ته غورځولی و.

د سرچینې په خبره، د دغې ښځې د ژغورنې عملیات ۲۴ ساعته دوام وکړ؛ خو په ژوندي راایستلو یې څوک بریالي نه‌شول. 

ویل کېږي، چې د دغې مېرمنې پلار د خپلې لور د مرګ خبر له اورېدو وروسته زړه درېدلی او مړ شوی دی.

دا پېښه د خاکرېز ولسوالۍ په اروغ سیمه کې شوې وه او د ژغورلو لپاره یې هڅې روانې وې.

د یادونې وړ ده، چې د افغانستان په نورو ولایتونو کې هم کورني تاوتریخوالي له خلکو په ځانګړې توګه له مېرمنو قرباني اخلي.