د خوړو نړیوال پروګرام: له اړمنو افغانانو سره د مرستو لپاره ۷۶۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده

د خوړو نړیوال پروګرام: له اړمنو افغانانو سره د مرستو لپاره ۷۶۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده


  • 10 مياشتي دمخه (27/01/2024)
  • سمسور نیوز
  • 341


د خوړو نړیوال پروګرام   (ډبلیو ‌ایف‌ پي) په افغانستان کې له اړمنو سره د مرستې لپاره د ۷۶۰ ملیون  ډالرو بشري مرستې غوښتنه کړې.
یاد پروګران په یوه تازه راپور کې د افغانانو اقتصادي وضعیت ته اندېښنه ښودلې او زیاتوي چې د په افغانستان کې د اړمنو  شمېر ورځ تر بلې زیاتېږي.
د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې په افغانستان کې د ۲۰۲۳ کال په ترڅ کې د درېیمې او څلورمې کچې د بې ‌وزلو شمېر له ۱۳ میلیونه او ۱۰۰زره څخه ۱۵ میلیونه او ۸۰۰زره ته رسېدلی دی.
ویب ریلییف خپرونه چې د ملګرو ملتونو د مرستو راپورونه خپروي ، په خپلو تازه معلوماتو کې ویلي چې د افغانستان ۳۶ فیصده خلک له بېړني وضعیت سره مخامخ دی.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د ملګرو ملتو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اوچا ویلي وو چې د ۲۰۲۴  کال په ترڅ کې له افغانانو سره د مرستو لپاره درې میلیارده او شپږ سوه میلیونه ډالرو ته اړتیا ده.