روانه جګړه؛ دفاع وزارت: افغان ځواکونو نهو ولایتونو کې ۱۳۱ طالبان وژلي.

روانه جګړه؛ دفاع وزارت: افغان ځواکونو نهو ولایتونو کې ۱۳۱ طالبان وژلي.


  • 3 کاله دمخه (07/05/2021)
  • خالد سهار
  • 1318

سمسور (جمعه د غوایي ۱۷) افغان چارواکي د تېرو څلرویشت ساعتونو په موده کې شاوخوا دوه سوه وسله والو طالبانو ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبر ورکوي. 

د ملي دفاع وزارت له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې ګډو افغان ځواکونو سره د هېواد په نهو ولایتونو کې په متقابل بریدونو او نښتو کې ۱۳۱ طالبان وژل شوي او ۶۹ نور ټپیان دي.

د سرچینې په خبره چې افغان پوځ دا عملیات د هېواد کندهار، ننګرهار، غزني، لوګر، ارزګان، زابل، هرات، هلمند او بغلان ولایتونو په بېلا بېلو سیمو کې ترسره کړي.

دغه وزارت همدا رنګه ویلي، چې د یادو عملیاتو پر مهال د دغې ډلې زیات شمېر وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي.

سرچینه زیاتوي، «د دې په خوا کې ۸۲ بېلابېل ډول ماینونه چې طالبانو د هېواد په مختلفو سیمو کې د ملکي خلکو، دفاعي او امنیتي ځواکونو د تګ راتګ په لارو کې ځای پرځای کړي وو، د ملي اردو  ځواکونو له لوري کشف او له منځه وړل شوي دي.» 

تردې دمه وسله والو طالبانو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې ورستیو کې هېواد کې د هلمند په ګډون په یو شمېر نورو ولایتونو کې جګړو زور اخیستی دی، چې د جګړې ښکېل لوري یو او بل ته د درنو تلفاتو اړولو ادعاوې هم کوي.