د نیمروز په ګنک ولسوالۍ کې د افغان او ایراني پوله ساتو ځواکونو ترمنځ نښته پیل شوې او لا هم دوام لري.
ځایي سرچینې وایي، دغه نښته نن غرمه شااخوا ۱۲:۰۰ بجې پېل شوې ده.
سرچينې زیاته کړې، نښته د ګنک ولسوالۍ اړوند د «ماککې» په سیمه کې پېل شوې، چې په سیمه کې د سپکو او درنو وسلو غږونه هم اوریدل کېږي.
تر اوسه په دې نښته کې د اوښتو تلفاتو په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.
د ا، ا ځایي مسوولینو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.