افغانستان د کرکټ‌ نړیوال جام کې خپله لومړۍ تمریني لوبه وبایلله

افغانستان د کرکټ‌ نړیوال جام کې خپله لومړۍ تمریني لوبه وبایلله


  • 3 کاله دمخه (18/10/2021)
  • جعفر هاند
  • 1190

 افغانستان د کرکټ په شل اوریزو نړیوال جام کې خپله لومړۍ تمریني لوبه په جنوبي افریقا باندې وبایلله. دا تمریني لوبه ده، نتیجه یې په رسمي درجه بندۍ باندې هېڅ اغیز نلري. د دې لوبې هدف دا وي چې لوبډلې اب او هوا، میدان او پیچ سره اشنا او خپل ترکیب برابر کړي. البته په دې یوې لوبې باندې باید د افغان لوبغاړو په اړه قضاوت ونشي، خو دلته څو ټکي د یادولو دي:

 

میدان لږ غټ و

میډویکټ برخه یې بیخي لېرې وه

د سپن بالرانو پچ و، بیتسمینانو ته کار سخت و

افغانستان ځینې لوبغاړي لا هم په فزیکي ډول نړیوالو سیالیو ته برابر نه دي

د افغانستان ټاپ ارډر بیا هم د ښه پيل بنسټ کېنښود، دوی رښتیا هم تمرین ته راغلي وو

فیلډینګ هم ښه ونشو

راشد خان اور هم ونکړ، شاید کپتان او روزونکي فکر کړی وي چې راشد خان خو یو ثابت بالر دی، راځئ دا نور بالران وازمايو، ښه فکر و

ځينو مجرب او سینر لوبغاړو بیا هم خپل مسئولیت ادا نکړ

حمید حسن له دوو اورونو ورسته ژوبل شو، خدای دې یې ښه کړي

افغانستان په ټاپ ارډر کې ښه اوپنېنګ ته اړتیا لري

بله تمریني لوبه د چهارشنبې په ورځ له ویسټ انډیز سره ده، له هغه وروسته اصلي لوبې پیلیږي چې افغانستان باید د لوبغاړو په انتخاب کې دقت او میدان کې مسئولانه لوبې وکړي.