د ساحلي فوټبال جام؛ افغانستان نن د بحرین پر وړاندې لومړۍ سیالي کوي

د ساحلي فوټبال جام؛ افغانستان نن د بحرین پر وړاندې لومړۍ سیالي کوي


  • 1 کال دمخه (16/03/2023)
  • سمسور نیوز
  • 867

سمسور نیوز (۲۵کب۱۴۰۱) د افغانستان د ساحلي فوټبال ملي لوبډله د اسیا اتلولیو او نړیوال جام مقدماتي سیالیو په لړ کې خپله لومړۍ لوبه د بحرین هېواد پر وړاندې ترسره کوي.

د افغانستان فوټبال فدراسیون د معلوماتو پر اساس، دغه سیالي به نن پنجشنبه د کابل پر وخت تر غرمې وروسته ۲:۳۰ بجې په تایلینډ هېواد کې پیل شي.

افغان لوبډله دوه ورځې وړاندې د تایلینډ هېواد پتایا ښار ته رسېدلې او هلته یې تمرینات هم ترسره کړي دي.

افغان ساحلي فوټبال چې د دې سیالیو په الف ګروپ کې قرار لري خپلې دوه نورې لوبې به له سعودي عربستان او تایلینډ هېوادونو سره ترسره کړي.