بس دا د دنیا ژوند دی!

بس دا د دنیا ژوند دی!


  • 3 کاله دمخه (20/01/2021)
  • محب الله وکیلي
  • 1500

 

بس دا د دنيا ژوند دی!

لیکوال: محب الله وکیلي.

د پوهنتون د څلورم سمستر وروستۍ ازموینې مو وې د پنجشنبې ورځ وه ستړی ستومانه له ازموینې اطاق ته راغلم، دمه مې لا‌ نه وه جوړه چې د ژورناليزم کورس ته د تلو تابيا مې وکړه د ازموينو خاص يونيفورم مې لرې کړ،د عادت سره سم مې يو ګيلاس قهوه وڅکله، سپين کالي مې اوتو کړل تر اودس وروسته مې واغوستل او د ليليې خوړنځي ته لاړم، ډوډۍ مې لږ څه په بيړه وخوړه او د کورس په لور روان شوم، زه هره اونۍ ښار ته تلم خو دا ځل مې د انسانانو د ژوند څو عجیب او غريب اړخونه ته پام شو.

د سره رود دوسرکې ته د رسيدو سره مې سم پام شو چې د امنيتي ځواکونو يو کاروان د خوږياڼو په لور جګړې ته روان دی آرامه مې په زړه کې د هېواد د سوکالۍ لپاره دعا وکړه او له دې ځايه تېر شوم دا چې د امنيه قوماندانۍ سره لاره بنده وه د دومې ناحيې په کوڅو کې ښار ته روان وو په لومړۍ کوڅه کې مې وليده چې څو اوتر ځوانان د يو تابوت پلورونکي تر څنګ د تابوت اخستلو په پار ولاړ دي لږ ها خوا ترې نه ډله ښځې د ښځو سينګارتون ته ننوتې، عمومي سړک ته له راوتو سره سم مې د ننګرهار پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي فارغ محصلين وليدل چې له خوښۍ په جامو کې نه ځائېدل خو د دوی خلاف يوه ډله ناهيلي د مختلف عمر کسان د پاکستان هېواد کونسلګرۍ مخې ته د ويزې ترلاسه کولو په موخه په ډېر بد حالت کې ناست وه په تلو تلو کې مې د جنازې قطار موټرونه وليدل دا قطار لا نه وه تېر چی د امبولانس هيبتناکه غږ مې تر غوږ شو ګورم چې په سرعت سره د صحت عامې خوا ته روان ده باور وکړئ چې د دې صاحب ته مې هم دعا وکړه. ښار ته له رسېدو سره سم مې يو بېوسه معيوب سپينږيری وليده چې سوال کوي او کله يو ته او کله بل ته لاسونه اوږدوي خدای شته چې ډېر ودردېدم، په خپله مخه روان شوم خو د سپينږيري بد حالت او بېوسۍ ته ژور فکر واخيستم تر لږ شېبې وروسته د سندرو او ډول غږ مې فکر را ګډوډ کړ چې و مې کتل څو تنه مست ځوانان يو په ګلونو پوښ موټر بدرګه کوي دا د کوم چا واده وه اوږد قطار موټرونه تېر شول دا وخت نو زه هم د جلال آباد ښار درمسال سيمې ته رسېدلی وم، هندوانو دوکاندارانو چا دارو درمل جوړول چا خپل پلورنځی پاکاوه او ځينو بيا له پېرېدونکو سره چنې وهلې زه هم کرار کرار خپل مقصد (کورس) ته ورسېدم، دا چې درسي ساعت ته لږ وخت پاتې وه کتاب مې راواخيست او تېر لوستونه مې لږ بيا ولوستل خو دا چې فکر مې لا ځای ته نه وه راغلی درس هم خوند رانکړ، کتاب مې بند کړ او يو وار بيا د نن ورځې عجيبه منظرونو ته په سوچ کې شوم ښه شېبه مې فکر وکړ بالاخره مې له ځان سره وويل (بس دا د دنيا ژوند دی) او دا په ژوند پورې تړلي اړخونه خو الله تعالی دې د افغانانو په حال رحم وکړي!!!