کندهار کې یو ګرځندوی مسلمان شوی

کندهار کې یو ګرځندوی مسلمان شوی


  • 1 مياشت دمخه (13/03/2025)
  • شریف الله ولیزاد
  • 50

سیمه ییزو سرچینو د کندهار ولایت په مرکز کندهار ښار کې له انګلستان څخه راغلي د یوه ګرځندوی د مسلمان کېدو خبر ورکړی دی. 

هغوی وایي، فالز جېمز د یاد ولایت د خرقې مطهري ریاست په بلنه اسلام قبول کړی او د محمد ادریس په نوم یې نومولی دی. 

جېمز وايي، چې د اسلام حقیقت ته له رسېدو وروسته یې دغه پرېکړه کړې ده. 

دا خبر داسې مهال ورکول کېږي، چې د روانې اونۍ په پیل کې هم په ننګرهار ولایت کې یو کاناډايي ګرځندوی مسلمان او په محمد اکبر نوم سره ونومول شو.