چین له امریکا سره پر مهمو مسائلو خبرې کړې

چین له امریکا سره پر مهمو مسائلو خبرې کړې


  • 10 مياشتي دمخه (28/01/2024)
  • سمسور نیوز
  • 409

د چین د بهرنیو چارو وزارت وايي چې له امریکايي لوري سره یې پر یو شمېر حساسو موضوعاتو خبرې کړې دي.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي د امریکا متحده ایالتو ملي امنیت سلاکار جک سلیوان سره په خبرو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په اړیکو کې د چین دریځ روښانه کړی.

د سرچینې د مالوماتو له مخې، یاده لیدنه د تایلنډ په پایتخت بنکاک کې ترسره شوې ده.

په همدې حال کې د چین د بهرینو چارو وزارت ویاند وانګ ون بین خبریالانو ته ویلي چې دواړو لورو په دغه لیدنه کې د ټایوان پر موضوع هم خبرې کړې دي.

 دا لیدنه د امریکا د متحدو ایالتونو د ولسمشر جو بایډن او د هغه د چینايي سیال شي جین پینګ ترمنځ د موافقې له مخې شوې، چې پر ستراتیژیک چلند او د ستراتیژیکو اړیکو د ساتلو لپاره یې د دیپلوماتیکو چینلونو پر ساتلو ټینګار کړی وو.

دواړه لوري په داسې حال کې خبرې کوي، چې څو ورځې وړاندې د تایوان له تنګي د امریکا د سمندري ځواک بېړۍ تېرېدو د چین غصه راپارولې وه او امریکا ته یې په دې اړه سخت خبرداری هم ورکړی وو.