روانه اونۍ د ملګرو ملتونو سازمان ۷۹مه کلنۍ غونډه جوړېږي

روانه اونۍ د ملګرو ملتونو سازمان ۷۹مه کلنۍ غونډه جوړېږي


  • 3 مياشتي دمخه (22/09/2024)
  • سمسور نیوز
  • 122

ټاکل شوې، چې د روانې اوونۍ د سه‌شنبې په ورځ د امریکا په نیویارک ښار کې د ملګرو ملتونو سازمان ۷۹مه کلنۍ غونډه جوړه شي. 

 

په غزه او اوکراین کې د روانو جګړو په څېر د سترو نړیوالو ننګونو ترڅنګ به، د افغانستان مسئله هم د ملګرو ملتونو سازمان د غړو هېوادونو د کلنۍ غونډې د بحث وړ موضوع وي. 

 

بلخوا په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین وایي، سره له دې، چې اسلامي امارت د افغانستان د خلکو ملاتړ لري او د افغانستان پر ټوله خاوره واکمن دی؛ خو بیا هم د ملګرو ملتونو یادې غونډې ته نه دی بلل شوی. 

نوموړي زیاته کړې، چې دغه چاره واټن پراخوي او په خبره یې، له اسلامي امارت سره د ملګرو ملتونو د تعامل تګلارې پر خلاف ده.  

د یادونې ده، چې دغه غونډه به د روانې سپټمبر میاشتې په ۲۴مه پیل او تر ۳۰مې دوام وکړي.