خطرناکه تیاره


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • محمد نعمان دوست
  • 1245

 دا درېيمه شپه ده چې مسلسل د مهترلام او جلال‌اباد ښارونه تیاره دي. درې شپې مسلسل په دغو ښارونو کې په لسګونو جوماتونه، روغتونونه، دوکانونه او په زرګونو کورونه د تیارو په ډنډ کې غرق دي.

دا تیاره خطرناکه ده. دا تیاره ویرونکې ده. که دا تیاره دومداره شي شاید نورې بدې پېښې را وزېږوي، د دې تیارو له قاصدانو سره داسې چلند په کار دی چې نورو ته عبرت شي او د خطرناکو پېښو د رامنځ ته کېدو مخه ډب شي.
دا څووم ځل دی چې د باد‌پښ او اوزبین په سیمو کې د برېښنا مزي ویشتل کېږي او د ختیځ د دوه سترو او ګڼ‌مېشتو ښارونو اوسېدونکي له ستونزو سره مخ کېږي.
سږ کال تر اوسه دوه ځلې په ډېر حساس وخت کې د جلال‌اباد او مهترلام ښاریان د برېښنا له نعمته محروم شول. 
لومړی د روژې مبارکې میاشتې په وروستیو ورځو کې، داسې مهال چې د تودوخې درجه وروستي حد ته رسېدلې وه. داسې مهال چې ښاریان روژې پوره بې‌سیکه کړي وو، خو شاوخوا یوه اونۍ یې له برېښنا پرته تېره کړه.
دا ځل چې هوا پوره سړه ده. نږدې په هر کور کې ماشومان له سړې هوا د سینه‌بغل په ناروغۍ اخته دي، خو دا دی بیا پرې برېښنا پرې شوه او مالومه نه ده چې کله به جوړېږي؟
اوس د جلال‌اباد او مهترلام ښاریانو ته د باد‌پښ او اوزبین خلک د رڼا قاتلان او د خپلو ستونزو عاملان ښکاري.
د بادپښ او اوزبین خلکو اکمالات له جلال‌اباد او مهترلام ښارونو څخه دي او له دواړو ښارونو د یادو شویو سیمو خلک په خوشالۍ خپلې اړتیاوې پوره کوي، خو که په همدې سیمو کې له برېښنا سره دښمني دوام پیدا کړي، شاید د هغوی پر وړاندې هم د خلکو په زړونو کې کرکه پیدا شي او شاید په کوم مقابل اقدام لاس پورې کړي.
که څه هم د برېښنا دښمنان د ټول اوزبین او باد‌پښ نماینده‌ګي نه شي کولای. هلته ډېر داسې خلک شته چې له دې کار سره مخالف دي او نه غواړي چې هېوادوال یې له ستونزو سره مخ شي، خو دا تفکیک به بیا ستونزمن شي.
ځکه کله چې احساسات را وپارېږي، هغه مهال خلک دقیق فکر او توپیر نه شي کولای. هغه مهال بیا د وچو له تپه لانده هم سوځي.
په روژه کې چې کله برېښنا قطع شوه، په جلال‌اباد کې داسې ګنګوسه وه چې شاید د سروبي اډه وتړل شي او په یادو سیمو له خپل ښاره اکمالات بند کړي.
د دې اندېښنه بیا هم شته او که خدای مه کړه دا کار وشي نو دا شخړه به قومي بڼه خپله کړي د لغمان او جلال‌اباد ښاریانو ته به په سروبي کې ستونزې پیدا شي او هغوی ته دلته.
د جلال‌اباد د برېښنا ریاست له خوا په خپرو شویو معلوماتو کې راغلي چې د دې ریاست فني ډله له دريو شپو راهیسې په سروبي کې ده، په سیمه کې یې د دولت له وسله‌والو مخالفانو سره خبرې کړې خو هغوی د ورتګ اجازه نه ده ورکړې.
زما په اند دغه برېښنا قطع‌کوونکې ډلګۍ د دولت د مخالفې وسله‌والې ډلې (طالبان) استازیتوب نه شي کولای. ځکه که طالبان وغواړي هر چېرته د برېښنا ستنې له منځه وړای شي، خو هغوی یې نه غواړي.
شاید په یاده سیمه کې څو تنه وسله‌وال په دې توګه له برېښنا شرکت څخه باج ګیري وکړي او په دې توګه ځان ته د درامد یوه اسانه خو بې‌شرمه لاره خپله کړي او که خبره همدا وي نو بیا هر وخت د برېښنا د مزو د ویشتلو او د زرګونو کورنیو د کړولو امکانات شته.
اړوندې ادارې او امنیتي مسوولان باید د دې شخړې ژورو ته متوجه شي او مخکې له دې چې دغه شخړه پراخه شي او د وروڼو ولسونو تر منځ د تربګنۍ اور بل شي، یو قاطع تصمیم دې ونیول شي.
له دغه شان کسانو سره هر ډول معامله د ولس په زیان ده. د رڼا له قاتلانو سره باید د معاملې په ځای جدي حساب وشي.
سرخط‬ ورځپاڼه