ننګرهار ۲ زره جریبه ځمکه کې میوه لرونکي بوټي کرل کیږي.

ننګرهار ۲ زره جریبه ځمکه کې میوه لرونکي بوټي کرل کیږي.


  • 3 کاله دمخه (24/01/2021)
  • کامران احمدزی
  • 1262

۲ زره جریبه ځمکه کې په ننګرهار کې مېوه لرونکي بوټي کرل کیږي.

ننګرهار کې په ۲  زره جریبه ځمکه کې د مېوه لرونکو بوټو د کېنولو کمپاین پیل شو.

ننګرهار کې  په ۱۸ ولسوالیو کې د ۷۷ میلیونه افغانیو په ارزښت په ۲زره جریبه ځمکه کې د بېلابیلو میوه جاتو د کرلو کمپاین پیل شو.

ددغه ولایت د رسنیو دفتر وایي،چې د یاد کمپاین په مراسمو کې د کرنې او مالدارۍ وزیر انورالحق احدي هم ګډون کړی وو، چې نوموړي د زراعت پرمختګ د خلکو د اقتصاد لپاره مهم وګاڼه.

ننګرهار د افغانستان له ختیځو ولایتونو څخه دی، چې زراعت پکې مخ پر ودې روان دی او سږ کال په دغه ولایت کې د مالټو هم ښه نتیجه ورکړې وه.