د قزاقستان او د ملګرو ملتونو چارواکو په افغانستان کې د ثبات او دوامداره پرمختګ د پیاوړتیا په برخه کې پر همکاریو ټینګار کړی دی.
د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ويلي، چې د دې وزارت لومړي مرستیال اکان رحمتولین، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ (یوناما) د دفتر له مشرې روزا اوتونبایوا او د ملګرو ملتونو د نشهيي توکو او جرمونو ضد ادارې سیمهییز استازي الیور ستولپ سره کتلي دي.
سرچینه زیاتوي، قزاقستان چارواکو ویلي چې هېواد یې په دوامداره توګه له افغانستان سره په بېلابېلو په ځانګړې توګه د خوړو، درملو او تعلیمي طرحو په وړاندې کولو کې مرسته کوي.
د یادونې وړ ده چې اوتونبایوا د آستانې په نړیوال فورم کې د ګډون لپاره قزاقستان ته سفر کړی چې د دې اوونۍ د پنجشنبې او جمعې په ورځو کې به ترسره شي.