سور صلیب: د افغانستان نیمایي نفوس د خواړو خوندیتوب ته اړ دي

سور صلیب: د افغانستان نیمایي نفوس د خواړو خوندیتوب ته اړ دي


  • 2 کاله دمخه (21/11/2022)
  • سمیر احمد
  • 757

سمسور نیوز (۳۰لړم۱۴۰۱) د سره صلیب نړیواله کمېټه وایي، اقتصادي ننګونو او اوسني ژمي د افغانستان د نیمایي وګړیو ژوند نور هم ګواښلی او د خواړو د نه خوندیتوب له ګواښ سره مخ دي.   

د دې کمیتې يوه پلاوي، چې افغانستان يې تر پوښښ لاندې راوستی خبرداری ورکړی، چې د افغانستان نيمايي وګړي یعنې ۲۰ میلیون خلک د خوراکي توکو د نشتوالي له ګواښ سره مخ دي. 

دې کمېټې ویلي، چې د وضعیت د خرابېدو د مخنیوي لپاره نړیوال ملاتړ ته بېړنۍ اړتیا ده.