افغانستان بانک خبر ورکړی، چې سبا د افغانیو د ارزښت د لوړېدو په موخه د داوطلبۍ له لارې ۱۵ میلیونه امریکايي ډالر لېلاموي.
یاد بانک په یوه خبرپاڼه کې له صرافانو او بانکونو څخه غوښتي، چې په دې داوطلبۍ کې دې ګډون وکړي او خپل حسابونه دې د لیلام ورځي تر پایه تصفیه کړي.
دا ډالر داسې مهال لېلامېږي، چې نن د کابل په شهزاده سرای کې یو امریکايي ډالر په شاوخوا ۷۰ افغانۍ تبادله کېږي او تر دې مخکې هم د افغانستان بانک لخوا د افغانیو د ارزښت د لوړېدو په موخه میلیونونه ډالر لیلام شوي دي.