غني: سیاسي قدرت به یوازې د انتخاباتو له لارې انتقالیږي

غني: سیاسي قدرت به یوازې د انتخاباتو له لارې انتقالیږي


  • 3 کاله دمخه (06/03/2021)
  • محمد عزیر ستانکزی
  • 1620

 

ولسمشر محمد اشرف غني چې د ملي شورا د اوولسمې دورې دریم تقنیني کال د پرانیستې مراسمو ته وینا کوله وویل، د سیاسي قدرت د انتقال یوازینۍ لار ټاکنې دي او که اړتیا وي نو د ټاکنو د ترسره کېدو پر نېټه هم بحث کیدای شي.

ولسمشر اشرف غني وایي، هر بنسټ کولای شي، چې د کاغذ پر مخ یوه طرحه وړاندې کړي، خو په وینا یې د افغانستان ملي وثیقه اساسي قانون دی او له دې پرته بله هره طرحه باطله ده.

ولسمشر وایي، هیڅوک هم نشي کولای چې د افغانستان د برخلیک په اړه د هغوي له مشورې پرته تصمیم ونیسي او په هره پریکړه کې باید افغان دولت سهیم وي.

د ملي شورا نوی تقنیني کال د ولسمشر له لوري پرانیستل شو او نوموړي هیله وښوده چې نوی کال به د ملي شورا او حکومت ترمنځ همغږي لا زیاته شي.

په ور ته مهال د ولسي جرګې رییس په خپلو خبرو کې له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې ولسي جرګې ته دې ژر تر ژره سرپرست وزیران معرفي  کړي څو کابینه بشپړه شي.