دانتخاباتي کمپاين له ډول سره دډيورنډ کرښي ډول هم غاړي ته لوېدلی .


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • حبيب الله غمخور
  • 1149

 پدې ورچو کې چې دټالمنو دکميسيون دپرېکړي له مخي دولسمشرۍ لپاره دټاکنو بهير دوهم پړاوته وغځېد اوپدې هکله سياسی تبصرې پيل سوې .متاسفانه ددې سره سم يوشمير کسانو دډيورنډ دمسلې په هکله ډول ډنگلول هم پيل کړي .داپداسي حال کښي چې دډيورنډکرښې دبرخليک مسله داوس لپاره دټاکنو ددوهم پړاوسره هيڅ ډول تړاونلري .

خو يوشمېرو تړاو ورکوی ،زه ديوه او دونفرونومونه ځکه نه اخلم چې ددې کرښې دله منځه وړلوپلويان دوي نه بلکي ددوي مشران دي اوهغوي دويته هدايت ورکوي ،چي دديورنډ دکرښې په هکله څه ووايي او داهم ورته وايي چي کوم تلويزيونی  کمپنۍ به مو دعوت کړي . 
زه فکرکوم نه يوازي زه بلکي نور به هم پدي سياسی اوبي وطنه لوبه پوه ويم .خو دوي چوپ اوزه چوپتيا ملي خيانت بولم .
دډيورنډ دکرښي دپه رسميت پېژندلو پلويان دپاکستان دټولو لاس وهنو،بربنډو پټو مداخلو لامل يوازي همدا دديورند کرښي مسله بولي .چې داسي نده ،زه پرې پوهېږم چې دوي ولې ددي کرښې دپه رسميت پېژندلوسره علاقه لري ؟ دابيچاره گان  دپښتنو دلوي ټبرديوځاي کېدونه ډارېږي .
داپداسي حال کښي ده ،چې يوازي دوړکو قومونو پر سر سياسی سوداگر  ډارېږي اودوي پدې هکله دروغجن تبليغات کوي .کنه دانور  ټول  غيرتی وروڼه قومونو پوري مربوط خلک  چې دلته اوسېږي دا دافغانستان اوسېدو نکي دي ،نه ددوي په خبره د((جعلي افغانستان .))
دوياړخبره خوداده چي دورونو قومونوغوڅ اکثريت توريالی مشران  چې متاسفانه دکرزی په حاکميت کي دمصليحتونو تر نامه لاندي پر پاټک سالاروتکيه وسول او اصلي مشران له نظره وغور ځول سول  ،هم پر دوي خاندي چي داسوداگر له کومه سول؟ او داڅه چټيات وايي ؟
افغانستان  که لردی اوکه بر پدې جغرافيايي حدودکي اودسېدونکی  ټول باشهامته او وياړلی افغانان دي،دا هيواد ددوي ټولو گډ اوتاريخي کوردی  .
دډيورنډ دکرښی خبره لکه همدا پردي پلوه، پاکستاني چارواکو هم  دځان لپاره يوه پلمه گرځولې .چې دا سبا ئي په رسميت وپېژنو،دهمدې پاکستاني چارواکو اوپردی پلوو  غوښتنې به نوري هم ډيري اودکور منځ ته به په راتلوسره موږ ته دا هدايت پيل کړي، چې پدې کور يا هيواد کي موږ څه بايد وکړو يا ونکړو .
پدې بايد ټول افغانان پوه وي چې پاکستانی چارواکي دډيورنډ پرکرښه  باندي ندي مين ،بلکې دوې غواړي  يوځپلی اوخوارغريب ،دويته محتاج افغانستان یې گاونډ وي ،ترڅودوي ورته دولتی سيستم اودولتي چارواکي وټاکي .
ايا همدا اوس چې نړيواله ټولنه دنړۍ والو اصولو له مخي دافغان ولس پر وړاندي حقوقی مسوليت لري  د پاکستان د صدراعظم سلاکار سرتاج عزيز  داخبره چې د افغانستان  راتلونکی ولیسمشر په راتلونکي حکومت کې طالبانو ته  یو شمېر ولایتونه وسپاري اودويته په دولت کي دگډون زمينه برابره کړي  د افغانستان په کورنیو چارو کې د پاکستان دبروبنډي لاسوهنې روښانه بېلگه نده ؟ 
راسئ هر څه په خپل نامه ياد کړو اوټول افغانان  بېله کومي سياسي سوداگری نه دخپل هيواد اوهيوادوالو دراتلونکی بسيا ژوند،پرمختگ اوافغانستان جوړولوپه فکر کي سو . که چيري په رښتيا سره موږ ټول ( سياسی گوندونه ،تنظيمونه ،ډلې ،شخصيتونه اونور تيت اوپرک روڼ اندي ) دې ملي ژمنتيا اوملي مسوليت ته ملاوتړو ،که مودا کار وکړ ،نوتاسو ټولو ته ډاډ درکوم چې دډيورڼډ دلعنتی کرښی دمسلي برخليک ډير ساده ټاکل کيږي .
دافغان ولس دملي  يووالي ،ملي تفکر اوملي مسوليتونوته دژمنتيادپلي کولوپه هيله .ومن الله التوفيق