د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر بسم الله محمدي وايي، دا لومړی ځل ندی چې د افغانستان خلک له یوه پېچلي پوځي پړاو څخه تېرېږي؛ بلکې اوس هم په یوه حساس او برخلیک ټاکونکي نظامي پړاو کې دي.
خو محمدي ولس ته ډاډ ورکوي، چې د ملي اردو، ملي پولیسو او ملي امنیت ځواکونه او د خلکو پاڅونونه په ټول قوت او شته امکاناتو سره په هر ډول شرایطو کې له افغانستان او افغانانو څخه په کلکه دفاع کوي.
دا خبرې د دفاع سرپرست وزیر په داسې مهال کوي، چې په دې وروستیو کې د افغان امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې ګڼ شمېر وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.