روغتیا وزارت کې ۸۰ زره ډالره بډې اخیستل

روغتیا وزارت کې ۸۰ زره ډالره بډې اخیستل


  • 3 کاله دمخه (08/02/2021)
  • محمد عزیر ستانکزی
  • 1261

لویه څارنوالي وایي چې د عامې روغتیا وزارت ۳ کارکوونکي د ۸۰ زره امریکایي ډالرو بډو اخیستو په تور په بند محکوم شول.

د لویې څارنوالۍ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د عامې روغتیا وزارت درې کارکوونکي، د مرکزي سټاک د امریت سرپرست غلام سخي نظر، د سټاک د راپور رسیدو مدیر غلام مصطفی او ددغه امریت تخنیکي معتمد احمد فواد د ۸۰ زره امریکایي ډالرو بډو اخیستو په تور هر یو په پنځه کاله بند محکوم شوي.

د یادونې ده چې ددغه امریت معتمد احمد فواد بیا په ۳ کاله تنفیذي بند محکوم شوی.

د لویې څارنوالۍ په وینا دغه پریکړه له فساد سره د مبارزې او درنو جرمونو ته د رسیده ګۍ په عدلي او قضایي مرکز کې صادره شوې.