- 4 کاله دمخه (21/09/2020)
- جعفر هاند
- 1176
زه معمولا نغواړم چې په اسلامي مسایلو باندې خبرې او لیکنې وکړم او د دې کار لپاره مې خپل دلایل هم لرم؛ ګنې زما مسلک، شرعیات او اسلامي زده کړي دي.
نن مې په فیسبوک کې د یو چا چې - نه غواړم نوم یې ولیکم او کمپاین ورته وکړم- خارښتي پوست او بیا ترې لاندې زما پر پيغمبر او اسلام باندې ځینو بې ځایه او نامعقوله نیوکو، اړ ویستم چې دلته، له عاېشې رض سره د محمد ص د واده او په اسلام کې د واده پر قانوني سن یو څو ټکي ولیکم.
د فیسبوک سټایټیز یې داسې دی: د مذهبي دلایلو په اساس غږیږم، یو بوډا کولی شي چې د ملا په اجازې (نکاح) سره هره شپه پر یوې ماشومې جنسي تیری وکړی.......
نکاح او قانوني سن
د واده قانوني سن یو لوی علمي، دیني او کلتوري بحث دی؛ د نړۍ په ټولو هېوادونو کې د واده کولو قانوني سن یو ډول نه دی.
زه په امریکا کې ژوند کوم چې د ماشوم او ښځې سرسخت مدافع هېواد بلل کیږي؛ د هوايي او جورجیا په ایالتونو کې د واده کولو قانوني سن ۱۵ کاله دی، په هسپانې- لرغونی اندلس- کې تر همدغه سږکاله پوره د واده قانوني سن ۱۴کاله و، په اوکراین او ځینو نورو اروپايي هېوادونو کې لا هم د واده قانوني سن ۱۴ کاله دی.
که قران ولولﺉ، تاسو به په کې د نکاح لپاره دقیق عمر پېدا نکړﺉ، علت یې هم دا د چې قران یو نړیوال کتاب دی او په نړۍ کې ټول دودونه، فزیکي او جغرافیوي جوړښتونه یو ډول نه دي؛ نو ځکه یې د عمر پر ځای پر عقولیت، بلوغیت او رضایت ډېر ټېنګار کړی دی، چې له ماشومې سره واده او نکاح کول په کې نفي کیږي.
په واده کې د مور او پلار اجازه، بیا په ټولو اسلامي او نا اسلامي هېوادونو کې یو ډول نه ده.
د نکاح مهم اصل ایجاب او قبول دي، که یو ۱۵ کلن هلک له یوې ۴۰ کلنې ښځې سره په قانوني او شرعي ډول او په خپله خوښه واده او نکاح کوي او یا برعکس؛ نو ښاغلیه ستا ستونزه په کې څه شی ده.
پر محمد ص انتقاد:
ما ډېر کله پر محمد ص د انتقادونو په لړ کې یو انتقاد دا هم اورېدلی چې ولې یې له عاېشې رض سره په کم عمرۍ کې واده وکړ؛ د دغه ملګري په فیسبوک کې یو ځوان هم په تنده او زېږه ژبه همدغه خبره کړې ده.
دا یو ډېر اوږد بحث دی، خو په لنډو یې لیکم:
۱: محمد ص څه باندې ۱۴۰۰ سوه کاله وړاندې له عایشې رض سره واده کړی؛ په سعودي کې یې کړی چې د هغه وخت حالت، دود او کلتور د ۲۱پېړۍ له کلچر، جغرافیوي او انسانانو له هېڅ ډول فزیکي حالاتو او جوړښتونو سره د پرتلې وړ نه دی.
۲: په خپله عایشه رض، چې سلګونه حدیثونه یې روایت کړي، ځان د نړۍ نیکمرغه ښځه بولي او ده هم، خو هېڅکله یې دا خبره له خولې نه ده وتلې چې ولې په کم عمر کې واده شوې او یا یې واده کړی دی.
۳: د عایشې رض پلار حضرت ابوبکر صدیق او بل هېڅ یو مسلمان مشر د دغه کار مخالفت نه دی کړی او نه یې هم نیوکه پرې کړې ده.
۴: که تاریخ ولولﺉ، د محمد ص ټولو دښمنانو چې پیغمبر یې لیونی، دروغژن، جاه طلب څه او څه باله، یو یې هم دا خبره نه ده کړې چې هغه ولې له عاېشې رض سره په ( کم عمر) کې واده کړی دی.
۵: د هغه وخت لس کلنه/کلن د دې وخت له لس کلنې/کلن سره مه پرتله کوﺉ.
۶: هغه مهال د یو انسان اوږد عمر شاوخوا ۷۰ کاله و، خو اوس تر ۱۲۰ کلونو پورې هم خلک عمر کوي.
۷: هغه وخت له اوسني وخت سره پرتله کول، نا پوهي ده، د هغه مهال خلک له فزیکي پلوه غښتلي وو، ژر عاقل او بالغ کېدل چې د واده مهم اصلونه دي.
۸: که محمد ص د شهوت او نفسي خواهش لپاره دا کار کاوه، نو شاید د مکې لسګونو پیغلو او ښکلیو نجونو سره یې واده کړی وای، ځکه د قریشو ټولو مشرانو غوښتل چې هغه له خپلې دعیې څخه تېر شي او یو وړاندیز یې ورته دا هم کړی و چې، که ښځه غواړې نو پر هرې نجلۍ چې لاس ږدي، هغوی به ورواده کړي، خو هغه ونه مانه.
۹: زموږ په خپل هېواد افغانستان او سیمې کې همدا اوس او څو پېړۍ وړاندې، نجونې په ۱۳-۱۴-۱۵ کلنۍ کې واده کېږي/ کېدلې، چې خلک ورسره هېڅ ستونزه نلري. زما خپله خدای بخښلې انا وايي چې په ١٤/۱۳ کلنۍ کې واده شوې ده او موږ ته به یې کیسې کولې چې ټولې همزولې په همدغه عمر کې واده کېدلې او هېڅ ستونزه په کې نه وه.
۱۰: محمد د خدای پیغمبر دی، د ښځو، مېرمنو او ماشومانو د حقونو د خوندیتابه لپاره استول شوی نه بر عکس.
شاید ډېر نور دلایل هم وي، خو زه همدومره پوهیږم.
په اخره کې دغه ښاغلي ده یوه مشوره ورکوم؛ که ستاسو هدف له دغې خبرې د ځان پوهول وي، نو فیسبوک یې ځای نه دی؛ که مو هدف پر اسلام نیوکه وي، اسلام مطالعه کړه او د خپل غولول شوي فکر ګریوان د دغې ناپوهۍ له منګولو خلاص کړﺉ.
الله دې ما او تاسو ته د نیکې لارې هدایت وکړي.
نور بیا...