د ملي مصالحې عالي شورا لومړنۍ ناسته ترسره شوه

د ملي مصالحې عالي شورا لومړنۍ ناسته ترسره شوه


  • 4 کاله دمخه (05/12/2020)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 1326

 

دغه ناسته چې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې ترسره شوه، د ولسمشرغني په وینا پیل شوه او نوموړي وویل، چې قطر کې د سولې بین الافغاني مذاکرات بل پړاو ته داخل شوي دي.

ولسمشر غني وایي دغه پروسه پیچلې ده، خو په وینا یې حکومت سولې ته ژمن دی او په دې برخه کې له سیاسي مشرانو سره دایمي مشورې کوي.

په ورته مهال د ملي مصالحې عالي شورا رییس ناستې ته وویل، چې سولې ته رسیدل قرباني غواړي او په وینا یې اورنبد او د تاوتریخوالي پای ته رسیدل د افغانانو اساسي غوښتنې دي.

همدا شان د ملي مصالحې عالي شورا د رهبرۍ شورا غړي محمد یونس قانوني له ولسمشر غني غوښتنه وکړه، چې ملي مصالحې عالي شوار ته دې د تصمیم نیونې صلاحیت ورکړي او سوله دې د انتخاباتي ټیمونو له دایرې بهر کړي.